اسلام آباد 28 مئی (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز وئيلي دي په نن ورځ په 28 مئی پاکستان اېټمي قوت جوړ شوے، يوم تکبیر د هغې عهد د تجدید ورځ ده چې په عزم او همت مونږ كوم منزل ترلاسه كول غواړو هغې ته رسېدلې شوو، زمونږ د امن خوښي دې زمونږ کمزورې اونه ګڼلې شي، حکومت په ښه تګلاره په کوویډ 19 په منظم ډول قابو موندلې ،مونږ په سم پلو روان يو، په قحطې ملخانو به هم قابو ومومو كومو لپاره چې قامی سیل جوړ شوے ،د افریقې څخه د قحطې ملخانو بيا د راتللو انديښنې ترمخه زمونږ چمتوالې بشړ دے ، وخت ثابته کړې چې د لاك ډاؤن پالیسی ناکامه شوې ځكه دا مهال د نور لاك ډاؤن كوم امکان نشته ٬ څوك چې په كورونا اوقحطې ملخانو سیاست کوي د هغوي مقصد خپله بدعنوانی پټول دي۔ يو څو ورځو كښې به شوګر راپور په عملي شكل او صورت رامخې ته شي ٬ څومره چې هم مافیاز دي په سختۍ به ئې مخ نيوي كولې شي۔د زيارت په ورځ پریس انفارمیشن ډیپارټمنټ كښې خبرې کنفرنس ته ده ووئيل 2013ء كښې چې كله د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت راغلو نو د خزانې وزير اسحق ډار، څوك چې نن سبا هيواد څخه بهر دے ، په وړومبۍ ورځ آئی پی پیز ته 486 اربه روپۍ جاري كړې وي، پی ایم ایل این كوم هم كار د اولسي ګتي لپاره نه دې كړے ، شاهد خاقان عباسی هم خپله وفاداري ښودلې او هغه هم د هيواد او د اولس خيال نه دې ساتلې۔ده ووئيل سلمان شهباز د خپل پلار او زوي هيواد څخه بهر وېستلو له مرسته كړې او شوګر ډيډي جوړ شوے۔ ده ووئيل يو پلو معیشت دے او بل پلو انسانیان دي او وزیراعظم عمران خان د عامو وګړو د ستونزو احساس لري۔ده ووئيل ښه تګلاره خپله كړې شوې دغسې چې معیشت روان وساتلې شي او د ښې تګلارې په رڼا كښې اېس او پیز جوړ كړې شوي دغسې چې په وبا قابو موندلو سره سره د عام وګړي د ژوند ستونزې كمې شي۔ د اطلاعات وزیر ووئيل د كوم هم رنځ د شدت اندازہ د هغې له امله د مرګونو څخه كېږي او د لوے څښتن په فضل او کرم سره کورونا له امله شوي مرګونو زمونږ د خدشات او د هند او نورو هيوادونو څخه كم دي كومه چې د ښې تګلارې او د لوے څښتن د فضل بركت دے ۔ ده ووئيل د ښارونو روغتونونو ته رنځوران زيات تلل خوښوي ځكه روغتونونو كښې 60 نه تر 65 فیصده ګنجائش بشپړ شوے خو پاتې سيمو كښې په روغتونونو كښې صورتحال ښه دے۔ ده ووئيل څه ډول تګلارې سره چې په کوویډ 19 قابو مومو ،د قحطې ملخانو به هم مقابله وكړو او دې لپاره يو قامی سیل هم جوړ شوے۔ ده ووئيل كومه اندېښنه چې څرګنده شوې وه چې افریقې څخه به د قحطې ملخانو يو بل کھیپ راځي هغې لپاره هم این ډی اېم اے او نورو ادارو تیاری بشپړې كړې او د سپرے انتظامات هم شوي۔ده ووئېل په 9 كښې 6 الوتكې تېارې ولاړې دي او پاتې درې به هم تېارې شي د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د كابينې كمېټۍ غونډه كښې خاص مرستيالو ته امر كړے چې ھغوي خپلې اثاثې څرګندې كړي۔ ده ووئيل مراد علي شاه خو خپله د بدعنوانۍ برخه لرونكے دے٬ چا ته نه د معلومه چې د اومني ګروپ بېني فشري څوك دے۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان ھغه شخصيت دے چې كه يو خپلوان ئې هم كومه ګټه اخستې نو د ګوند نه ئې جلا كړے ٬ تر دې چې خپل د تره زوې ماجد خان ئې هم د ګوند نه اخوا كړے او د شوكت خانم د سپېځلتيا مثال د ټولو په وړاندې دے۔ ده ووئيل د نورو ګوندونو په ډول دا كوم مروثي نه دے چي د كورنۍ يو كس ئې د بل ځاې اخلي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان چې كوم لوظ كوي سر ته ئې رسوي او هم دا ئې د كاميابۍ سبب دے۔ وفاقې وزير ووئيل د هېواد معيشت د عمران خان وړمبنۍ ترجيح ده٬ ځكه دا خبره څرګنده ده چې د هېواد معيشت به چلېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ټولو اوكتل چې د لاك ډاٶن له امله هند كښې په مودي څومره تنقيد كېږي او تنقيد پرې پكار هم دے ځكه چې وخت ثآبته كړې چې د لاك ډاٶن پاليسي نامه شوې او دې لپاره د لاك ډاٶن في الحال هېڅ امكان نشته۔ ده ووئيل په راتلونكو اته لسو ورځو كښې به د شوګر راپور عملي صورت رامخې ته شي٬ څومره چې مافياز دي سختي به ورسره كولې شي۔ وفاقې وزير شبلي فراز ووئيل د كرونا وائرس په اړه هره ورځ د هر اړخه شمېرې راغونډوٶ او اولس ته ئې رسوٶ٬ د وسائلو٬ ډاكټرانو٬ روغتونونو او داروګانو هېڅ كمې نشته۔ ده ووئيل څوك چې په كرونا او ملخانو سياست كوي٬ ھغوي د بدعنوانۍ پټولو هڅې كوي خو داسې به نه كېږي۔ده ووئېل شهباز شريف دې مقصد لپاره د لندن نه راغلے ٶ٬ بلاول غواړي چې لاك ډاٶن وشي او د اولس هډوكي هم نچوړ كړي ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان 24 ساعته كار كوي او هېواد بهترۍ پلو بوتللو له هر ډول ممكنه هڅې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چين په قانون عمل كوي او د ذمه وارۍ په احساس لرلو ئې د وبا خپرېدو لاره ونيوله٬ خو د بده مرغه مونږ د دا ډول ذمه وارۍ احساس نه لرو او ھغه احتياط مو اونه كړو ۔ده ووئېل كه اوس هم مونږ په اختياطې تدابير عمل وكړو نو د وبا نه به خلاص شو۔ سنېټر شبلي فراز ووئيل پيپلز پارټۍ د كرونا په نامه سياست وكړو ا د وفاق د بدنامولو هڅه ئې وكړه او اوس هم په كرونا او ملخانو سياست كوي۔ ده ووئيل سندھ څخه تحريك انصاف څوارلس چوكۍ ترلاسه كړي ٬ مونږ به ولې سندھ نظر انداز كوٶ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان قامي سوچ لري٬ سندھ زمونږ ځان دے٬ او مونږ ټولو ته په يوه سترګه ګورو۔ وفاقې وزير شبلي فراز ووئيل حكومت ته د هېچا نه خطر نشته ٬ خپله آئيني موده به ترسره كوي