اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) پاکستان او اېشين ډوېلپمنټ بنك د کورونا وائرس وبا مخ نيوي لپاره د بيړني مرستې ترمخه د 300 ملیونه ډالره د قرض او د 5 ميليونه ډالره ګرانټ لوظنامه لاس ليك كړې ده ۔ د اقتصادی چارو وفاقي سيكرټري نوراحمد او پاکستان كښې د بنك کنټری ډائریکټر ژیاو هانګ ینګ لوظنامه لاس ليك كړې ۔ د اقتصادی چارو وفاقی وزیر مخدوم خسروبختیار او پارلیمانی سیکرټري محمد یعقوب شیخ هم په دې موقع موجود وؤ۔