اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) وفاقي حكومت كورونا وائرس څخه بچ كېدو له د حفاظتي سامان (پرسنیل پروټېکشن اېکووپمنټ/ پی پی ایز)په صحيح توګه كارولو له هېواد كښې د هېلت وركرز آن لائن تربيه كولو پرېكړه كړې ده۔ د وزيراعظم عمران خان د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا اسلام آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې ووئيل دا تربيتي پروګرام اسلام آباد څخه پېل كولې شي۔ ده ووئيل ددې پروګرام ترسېوري لاندې به 100 زره هېلت وركرز ته آن لائن تربيه وركولې شي۔ ده ووئيل د روغتون په دروازه ولاړ چوكيدار مې اېن 95 ماسكو اچولې وليدلو او هم دغه روغتون كښې د كورونا ځپليو درملنې كوؤنكو ډاكټرانو او نرسانو عام ماسك كارولو۔ ده ووئيل د پي پي ايز په صحيح توګه كارول ضروري دي دغسې چې دې اهم سامان څخه ګټه پورته كړې شي۔ ده زياته كړه چې د پاكستان سائیکیاټرک سوسائټی په مرسته به د ډاكټرانو او هېلت وركرز اخلاقي او نفسياتي مرسته كولې شي۔