اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د انډيمنټي بانډ شرط عدالت رد كړې نه معطل كړې ۔ د نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې دې ووئيل مونږ له د نواز شريف په صحت سياست كولو ته حاجت نشته ځكه چې ھغه دا مهال د صحت مسئلو سره مخ دے او حكومت د ھغه روغ صحت لپاره سهولت كاري كوي٬ دا مهال د ھغه صحت هغه له د سياسي هلو ځلو اجازه نه وركوي۔دې ووئېل د ښه كېدو نه پس هغه له سياسي ګراٶنډ ته بېرته راتلل پكار دې دغسې چې ھغوي سره زمونږ مېچ جاري وي۔ ده ووئيل نواز شريف او شهباز شريف عدالت ته بيان حلفي هم وركړې او دا لوظ ئې هم كړې چې هېواد ته به بېرته راځي۔ دې ووئيل د سفارت چارواكي به د نواز شريف صحت پحقله خبروي او قانون به دوي پسې وي